پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

تېر ميلادي کال افغانستان کې ٢٥زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نیټه: Sat, 13 Jan 2018 12:40:20 +0000

 

راپورنه وايي په افغانستان کې  تیر کال کې د بېلا بېلو بریدونو له امله په مځني کچه هر ورځ ۶۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي.
تېر کال تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په ننګرهار، کندهار، هلمند او کابل ولايتونو کې او تر ټولو لږه په پنجشېر، باميان، سمنګان او بادغيس ولايتونو کې اوښتې ده.
خو دايکنډي د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه چې د بریدونو او مرګ ژوبله راپور ترې نه دی ورکول شوی.
 په افغانستان کې تېر ميلادي کال د بېلابېلو بريدونو له امله په منځنۍ کچه هره ورځ ٦٨ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دې مرګ ژوبلې نږدې درېيمه برخه په مې، جولاى او اګسټ میاشتو کې ده.
د پژواک خبري اژانس ورځني خپاره شوي راپورونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو پر بنسټ جوړ شوي، ښيي چې په ٢٠١٧ ميلادي کال کې په ٢٠٥٠ بېلابېلو بريدونو کې ١٤٦٠٠ کسان وژل شوي او ١٠٢٧٧ نور ټپيان دي.
د یادې مرګ ژوبلې له هرو ٢٥ کسانو ١٤ ته په مخامخ نښتو، څلورو ته په هوايي بريدونو، درېيو ته په ځانمرګيو بريدونو او دوو، دوو ته په هدفي وژنو او چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادو مخامخ نښتو تر ټولو ډېرې د دولتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفينو تر منځ شوې، خو تېر کال په ځينو سيمو کې د وسله والو ډلو  تر منځ هم نښتې شوې دي.
تر ټولو ډېر ٣٤٧ بريدونه په ننګرهار، ١٨٤ په فارياب، ١٦٨ په هلمند، ١٤٠ په کندهار، ١٠٤ په غزني، سل په فراه، ٩٦ په اروزګان، ٨٣ په لوګر، ٧٧ په جوزجان، ٧٢ په پکتيکا او ٦٣ په پلازمېنې کابل او پاتې (٦١٦ بريدونه) په نورو ٢٢ ولايتونوکې شوي دي.
د يادونې ده چې په دغو ٢٢ ولايتونو کې ټر ټولو لږ (يو) بريد په پنجشېر او دوه بريدونه په باميانو کې شوي خو تېر کال له دايکنډي ولايت څخه د بريد او مرګ ژوبلې راپور نه دى ترلاسه کړى.
د راپورونو له مخې، تېر کال تر ټولو ډېر بريدونه (١٥) د نوامبر په ١١مه ترسره شوي خو تر ټولو ډېرو کسانو (٥٦٩ تنو ته) د جون تر ٢٦مه مرګ ژوبله اوښتې ده.
په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي.
تېر کال تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په ننګرهار، کندهار، هلمند او کابل ولايتونو کې او تر ټولو لږه په پنجشېر، باميان، سمنګان او بادغيس ولايتونو کې اوښتې ده.
له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.
تر ٢٠١٧ کال مخکې کلونو کې د جګړې د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دى څرګند، خو په تېرو کلونو کې به هم د هوا په سړېدو سره جګړه او له امله يې مرګ ژوبله کمېده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته