پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پاکستان یوځل بیا په کونړ ۲۰۵ توغندي توغولي
نیټه: Mon, 12 Mar 2018 12:09:35 +0000

 

د کونړ پر دانګام ولسوالۍ له تېرې شپې تراوسه د پاکستان پوځ د توپونو ۲۰۵ توغندي توغولي.
د دانګام ولسوال محمد رحمان دانش نن دوشنبه وویل پاکستاني پوځ له تېر ماښامه یوځل بیا د خپلو درنو وسلو خولې دانګام ولسوالۍ ته را اړولي چې تر دې دمه یې د ویشتل شویو مرمیو شمېر ۲۰۵ ته رسېږي.
هغه ویلي تراوسه په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی خو د خلکو باغونو او کروندو ته یې زیان اړولی دی.
دیاد ولسوالۍ ځایي اوسېدونکو په خبره د پاکستانیو پوځیانو د ډزو له امله يې تېره شپه په اور کې تېره کړې او هر ساعت د دې وېره ورسره وه چې دوی ته ځاني زیانونه ورسېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته