پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

جیمزمټیس په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی
نیټه: Tue, 13 Mar 2018 09:38:20 +0000


 
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس نن په یوه ناڅاپي سفر کابل ته ورسېد چې په افغانستان کې روانه جګړه وارزوي او هم د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته د یو شمېر وسله‌والو طالبانو د حاضرولو پر امکاناتو خبرې وکړي.
د ملي يووالي حکومت يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله وويل چې مټیس نن سهار کابل ته را رسېدلى دى.
سرچينې زياته کړې چې هغه به له ولسمشر اشرف غني سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
مټېس وویل، متحده ایالاتو داسې نښې لیدلي چې د طالبانو یو شمېر ډلې لېواله دي چې د څه باندې ۱۶ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې د خبرو امکان وازمویي
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې د کابل پروسې دويم کنفرانس پر مهال طالبانو ته له قيد او شرط پرته د سولې وړانديز وکړ، خو د هغوى له خوا تر اوسه ځواب نه دى ورکړل شوى.
خو د امريکا د دفاع وزير ويلي چې د طالبانو ځينې ډلې او مشران د سولې له خبرو سره لېوالتيا د کابل له کنفرانس څخه څو مياشتې مخکې ښودلې وه.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته