پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان ځواکونوپه هلمند او غزني کې ۲۹ وسله وال مخالفین وژلي
نیټه: Tue, 13 Mar 2018 09:49:22 +0000

 

په غزني او هلمند ولايتونو کې افغان ځواکونو دعملیاتو په نتیجه کې ٢٩ ددولت ضد وسله وال وژلي او يو شمېر نوريي ټپيان کړي.
دغه څرګندونې په هغو خبرپاڼو کې شوې چې د کب په ٢٢ مه د ٢٠٣ تندر قول اردو او د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتره را لېږل شوې دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې ملي امنيتي ځواکونو تېره شپه د غزني په ده يک، اندړو او واغظ ولسواليو کې عمليات کړي چې په ترڅ کې یې ١٩ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د خبرپاڼې په حواله، په دغو عملياتو کې د ده يک ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو قوماندان رحمت مبارز او د امين او نذير په نومونو دوه ډلمشران هم وژل شوي دي.
دغه راز د هلمند د رسنيو له مرکزه په خپره کړي خبرپاڼه کې راغلي چې امريکايي ځواکونو تېره شپه د مارجې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هوايي بريدونه کړي دي.
سرچينه وايي چې په دغو بريدونو کې د وسله والو طالبانو د قوماندان مولوي وفا په ګډون شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د خبرپاڼې په حواله هوايي ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ په شاول سيمه کې هم بريد کړى چې په ترڅ کې یې څلور طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
په دغو اعلاميو کې د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانوتر اوسه څه نه دي ويلي..

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته