پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د بلخ لپاره اسحاق رهګذر دوالي په توګه ټاکل کیږي
نیټه: Tue, 13 Mar 2018 10:30:49 +0000


 
یوې باوري حکومتي سرچينې د نوم نه‌ښودلو په شرط نن سې شنبه ویلي په پام کې ده چې د ولسي جرګې غړی او د عطا محمد نور نږدې کس اسحاق رهګذر په نږدې وخت کې د بلخ د نوي والي په توګه معرفي شي.
شاوخوا درې مياشتې مخکې ولسمشر اشرف غني عطاءمحمد نور د بلخ د والي په توګه له دندې لرې کړ او انجنير داوود يې د هغه ځاى ناستى وټاکه.
خو عطاءمحمد نور د ولسمشر د حکم له منلو انکار وکړ او تر اوسه يې په ولايت کې خپلې دندې ته دوام ورکاوه.
د بلخ د شخړې د هواري لپاره تېره اوونۍ د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزى او د ولسمشر د دفتر رييس سلام رحيمي مزارشريف ته تللي وو او له عطاءمحمد نور سره يې درې ورځې پرله پسې مذاکرات وکړل.
د حکومت يوې باوري سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د کب په ٢٢مه وويل چې ارګ او عطاءمحمد نور هوکړې ته رسېدلي دي.
سرچينې زياته کړې چې د هوکړې له مخې به اوس د ولسي جرګې وکيل اسحاق رهګذر د بلخ لپاره د عطاء محمد نور په خوښه د نوي والي په توګه معرفي شي.
دغه راز حکومتي سرچينې وويل چې د هوکړې له مخې به دوه وزيران، يو معين او يو سفير د عطاءمحمد نور په خوښه معرفي کېږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، کېداى شي د پوهنې او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونه عطامحمد نور ته ورکړل شي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکتر افضل حديديو ځل بيا ومنله چې ارګ او عطاءمحمد نور هوکړې ته رسېدلي دي.
نوموړي خلکو ته زېرى ورکړ چې د بلخ شخړه به له نوروز مخکې هواره شي.
د بلخ نوى ممکنه والي محمد اسحاق رهګذر د محمد رسول زوى په ١٣٤٦ لمريز کال کې په مزار شريف ښار کې زېږېدلى دى، خو اوس په کابل کې اوسېږي.
هغه د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري، په پنځلسمه او شپاړسمه دوره کې په ولسي جرګه کې د بلخ ولايت د خلکو استازى دى.
نوموړى د جمعيت اسلامي يو له مهمو پخوانيو قوماندانانو څخه شمېرل کېږي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته