پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې د۲۲ نیم میلیونه ډالروپه لګښت کرنیزي پروژي پيلیږي
نیټه: Tue, 13 Mar 2018 11:53:48 +0000

د کرنې وزارت له لوري د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې د ٢٢ نيم ميليونه ډالرو په لګښت کرنيزې پروژې پيلوي چې له امله يې ٣٠زرو کسانو ته به د کار زمينه برابره شي.
دی وايي، دغو پروژو کې به ۳۰ زره کسانو ته د کار زمينه براره شي او هم به يې ګټه په مستقيم او غير مستقيم ډول ۱۰۰ زره کسانو ته ورسېږي.
په دغو پروژو کې د مېوه لرونکو باغونو، سبزيجاتو، ماهيانو او چرګانو د روزنې فارمونو، د اوبو رسونې سيستمونو جوړول او د کرنې اړوند نور مسايل شامل دي.
دولس استازی وايي ننګرهارداقلیم له پلوه دهیواد په کچه دزراعت دودي لپاره مناسب د ی او ډيري کرنیزي ځمکي هم لری خو دوي وايي چي بزګران يي دکرنیزو تولیداتولپاره دمناسب بازار دنشتون له امله زیان ګالي. 
دوي دکرني وزارت له چارواکو غواړي چې دبزګرانو دتولیداتو لپاره دی دمناسب بازار په لټه کی شي. 
خو دکرني وزارت چارواکي بیا ډاډ ورکوي چې ددي پروژو له پیله يي موخه په لرو پرتو ولسوالیو کي دزراعت پیاوړتیا ،دنشه يي توکو مخنوی  او په خاص ډول دهمدي پروژوپه تطبیق سره به بزګران له مارکیټ سره یوځای شي.
دکرني او مالدارۍ وزیر وايي په دي ولایت کي دکرنیزو ځمکو دغصب دمخنوي لپاره يي جدي تصمیم نیولي او په دي برخه کي دولسونو په همکارۍ هم ټینګار کوي. 
دکرني وزارت دمعلوماتو له مخي چې سږ کال به په ټول هیواد کي دکرنیزو تولیداتو دساتني په موخه شاوخوا۱۲۰۰ سړی خوني جوړيږي چي په دی سره به ترډيره په دي برخه کي دبزګرانو شته ستونزي حل شي.
نصير احمد دراني وويل، ټاکل شوې نږدې راتلونکي به په لسو ولايتونو کې د ۵۰۰۰ ټنه په ظرفيت سره سړې خونې جوړې شي چې يوه يې هم په ننګرهار ولايت کې رغول کېږي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته