پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

فراه کې وسله والو پنځه پولیس وژلي او۴ نويي له ځان سره بیولي
نیټه: Tue, 13 Mar 2018 12:06:12 +0000

 

د فراه ځايي سرچينو ويلي چې د ياد ولايت په مرکز کې پر يوې امنيتي پوستې د طالبانو په بريد کې ۷ ملي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او پوسته طالبانو نيولې ده.
د فراه د مرکز اړوند د شمالګاه کلي اوسېدونکی او د فراه ولايتي شورا غړي دادالله قانع د ياد خبر د تاييد تر څنګ وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دوی په کلي کې د پوليسو پر امنيتي پوستې بريد وکړ چې په پايله کې يې د پوليسو پوسته طالبانو نيولې او هلته شته ټولې وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.
قانع دغه راز زياته کړه چې د طالبانو په دغه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي، دوه ټپيان او څلور نور طالبانو له ځان سره بيولي دي.
له بلې خوا د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د دوی کسانو په  شمالګاه سيمه کې د پوليسو پر امنيتي پوستې په بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او څلور نور يې له ځان سره بيولي دي.
د احمدي په وينا، طالبانو په دغه بريد کې ۱۹ميله سپکې او درنې وسلې او مهمات نيولي دي.
د يادونې ده، روانه اوونۍ په فراه کې د امنيتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ اوونۍ ګڼل کېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته