پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ارغندیوال:هېڅ څوک داحق نه لري چي ما دحزب اسلامي له ګونده لرې کړي
نیټه: Wed, 14 Mar 2018 10:07:37 +0000

 

د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې خپل درې تنه پخواني مهم غړي عبدالهادي ارغندیوال، انجنیر محمد خان او ډاکټر انور له ګونده وویستل.
ارغندیوال نن چهارشنبه وویل، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب‎اسلامي له پریکړې سره-سره به د ګوند په چوکاټ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او په وینا يې هېڅ‎څوک دا حق نه‎لري چې دی د حزب‎اسلامي له ګونده لېرې کړي.
د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې  وروستيو پېښو او انكشافاتو ته په پام سره؛ د حزب اسلامي افغانستان اجرائيه شورى؛ په خپلي وروستۍ غونډه كې د رايو په اتفاق وپتېله چي د ارغنديوال، انجنير محمدخان او داكتر انور عضويت په حزب كي د دې لپاره منتفي اعلان كړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب‎اسلامي ډلې تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې دغه پریکړه ځکه شوې چې دغه کسان له نورو ګوندونو او ائتلافونو سره تعهد لري، د هغوى تګ‎لارو او دريځونو ته ژمن دي او د هغوى په ګټه كار كوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د حزب د اصولو له مخې هغه څوك په حزب كي خپل عضويت له لاسه وركوي چي له بل ګوند او تنظيم سره پټ يا څرګند تعهد لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته