پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هلمند کې په سرحدي پولیسو ځانمرګی برید شوی
نیټه: Wed, 14 Mar 2018 10:17:05 +0000

 
د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو پر پوستې ځانمرګي بريد کې دوه سرحدي پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دي.

په هلمند کې د سرحدي پوليسو د څلورمې لوا قوماندان سمونوال ظاهرګل مُقبل وويل چې نن سهار د نادعلي ولسوالۍ په سيداباد سيمه کې د سرحدي پوليسو پر پوستې د موټربم په وسيله ځانمرګى بريد شوى دى.
د مقبل د معلوماتو له مخې، په دغه مازدا موټر کې ډېره اندازه چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي و او غوښتل يې چې لښکرګاه ښار ته ځان ورسوي.
دغه راز د سيداباد سيمې اوسېدونکي محمد حسن وويل چې د سرحدي پوليسو پر يوې نوې جوړې شوې پوستې بريد شوی دى.
د هغه په وينا، په بريد کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې يوې امنيتي سرچينې وويل چې په دغه بريد کې شپږ پوليس وژل شوي دي.
بل لور ته د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وويل چې دغه بريد طالبانو کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د سرحدي پوليسو يوه پوسته ويجاړه شوې او ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته