پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سولې عالي شورا:راتلونکې کال دسولې لپاره کوټلي ګامونه اخیستل کیږي
نیټه:

 

د سولې عالي شورا مشر وايي راتلونکی کال د سولې او ثبات لپاره کوټلي ګامونه اخیستل کېږي
د سولې عالي شورا مشر عبدالکریم خلیلي نن په ارګ کې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې په افغانستان کې د روانو خونړیو جګړو د پای ته رسولو یوازینۍ لار د سولې خبرې دي او په وینا یې په راتلونکي کال کې به د سولې لپاره هر اړخیز او عملي ګامونه واخیستل شي. 
خلیلي وايي راتلونکی کال به د افغانستان او افغانانو لپاره ښه کال دی او د سولې د راتګ هیلې ډېرې دي.
 دده په خبره د سولې عالي شورا د جګړو د له منځه وړلو او سولې د راتګ لپاره عملي او منظم پلانونه لري او پر مټ به یې راتلونکی کال په هېواد کې د جګړو لمن ټوله کړل شي. 
نوموړي د ملي یووالي له حکومت وغوښتل چې په هېواد کې د جګړو د پای ته رسولو، سولې او عدالت د تامین لپاره د سولې عالي شورا له طرحو او وړاندیزونو ملاتړ وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته