پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

منګل: دننګرهاردریوولسوالیوته دسیمې ۳۰۰ ولسي ځواک جوړوي
نیټه: Wed, 14 Mar 2018 13:07:13 +0000

 

د ننګرهار والي وايي چې ددې ولایت درېیو ولسوالیو ته د امنیت د ټینګښت په موخه د سیمې درې سوه ولسي ځواک جوړ وي.
د ننګرهار والي دا څرګندونې په بټي ګوټ ولسوالۍ کې یوې ولسي غونډې ته وکړي.
منګل ولسوالانو او قومي مشرانو ته لارښوونه وکړه چې ولسي ځواک ته د کسانو په پېژندلو کې لازمې هڅې او همکاري وکړي .

ننګرهار والي وايي چې د بټي کوټ، غني خېلو او مومنددرې ولسواليو د امنيت ټينګښت په موخه د سيمې درې سوه اوسېدونکي د ولسي ځواک په نوم پر دندو ګومارل کېږي.
د ننګرهار والي محمدګلاب منګل دا څرګندونې بټي کوټ ولسوالۍ کې د يوې ولسي غونډې پر مهال وکړې او ټينګار يې وکړ چې د دې ولسوالۍ سربېره به د جلال اباد- تورخم د لويې لارې په اوږدو کې د پرتو ولسواليو امنيت تامين کړي.
نوموړي له دې ولسوالۍ د ليدنې پر مهال د يوې کورنۍ د هغو اوو وژل شوو کسانو فاتحه هم وکړه چې دوه شپې مخکې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند نبي خېلو سيمه کې د وسله والو په يو راکټي بريد کې وژل شوي وو.
ده له قومي مشرانو وغوښتل، په خپلو منځو کې يووالی غوره کړي او خپله ولسوالۍ د پرديو له لاسوهنو او تخريبي کړنو وژغوري.
نوموړي وويل چې ډېر ژره به د بټي کوټ، غني خېلو او مومندرې ولسواليو مربوطاتو کې د امنيت تامين په موخه درې سوه ولسي ځواکونه وګومارل شي.
منګل ولسوالانو او قومي مشرانو ته لارښوونه وکړه چې ولسي ځواک ته د کسانو په پېژندلو کې لازمې هڅې او همکاري وکړي.
والي دغه راز د سيمې د خلکو ستونزې، غوښتنې او پر سيمه ييزې ادارې يې نيوکې هم واورېدې او اړوندو ادارو ته يې د ستونزو د حل سپارښتنه وکړه.
دغه راز د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال لعل محمد دراني هم ټينګار وکړ چې دا ولسي خلک به د خپلې سيمې د امنيت په تامين کې ډېر مهم رول ادا کړای شي.
د نوموړي په وينا، دوی د خپلې سيمې له هر ځای او هر شخص څخه خبر دي او په اسانۍ د وسله والو مخنيوی کولای شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته