پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار پوهنتون کې درې پوليس ووژل شول
نیټه: Sun, 15 Apr 2018 12:45:12 +0000

 

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ننګرهار پوهنتون درې ساتونکي پوليس د وسله والو له لوري پر ډزو وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، پېښه نن غرمه شاوخوا دوه بجې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر د وري په ۲۶مه وويل چې ناپېژاندو وسله والو درې ملي پوليس پر ډزو وژلي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې پوليسو غوښتل د ماسپښين لمونځ ادا کړي.
د پوهنتون يوه محصل او د پېښې عيني شاهد غلام الله وايي، دوو مخ پټو وسله والو چې پر موټرسايکل سپاره وو، ياد پوليس وژلي او له سيمې پر تېښته بريالي شوي دي.
دی وايي، وسله والو لومړی د دروازې په خوله کې ناستو دوو پوليسو باندې ډزې وکړې او بيا وروسته په خونه کې ډوډۍ ته ناست پوليسو پسې ورغلل او هغه يې هم وويشتل.
هغه زياته کړه چې موټرسايکل سپرو وسله والو له ځان سره د پوليسو وسلې هم وړې دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مطبوعاتي مسوول انعام الله مياخېل هم مني چې د پېښې له ځايه ورته درې جسدونه ور وړل شوي دي.
تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
 دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو كې په جلال اباد ښار کې مرموزو او هدفي وژنو زور اخيستى، چې د نظر د خاوندانو په خبره، علت يې د امنيتي مسوولينو بې غوري ده. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته