پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

حبیبي:د پاکستان د شپږو پوځيانو جسدونه او يو ژوندی اسیردوی سره دی
نیټه: Mon, 16 Apr 2018 10:34:34 +0000

 
د خوست ځايي چارواکو ویلي ،په ځاځي مېدان ولسوالۍ کې د افغان اوپاکستانیو پوځیانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې دواړو طرفونو ته د مېشتو ولسونو په منځګړیتوب اوربند اعلان شوی.
د خوست والي حکم خان حبیبي ویلي "دوي سره د پاکستان د شپږو پوځيانو جسدونه او يو ژوندی تن بندي دی هغه به پاکستان ته وسپاري".
د پاکستان پوځ تیره ورځ په پوله نښته کې يواځې د ملېشې د دوه عسکرو د وژنې او پينځه ؤ ژوبلېدو ويلي و.
د خوست والي ويلي د ملي دفاع وزرات د عملياتو د چارواکو او د پاکستانیو پوځیانو ترمنځ د پکتیا ډنډ پټان ولسوالۍ کې د جګړې د بندیدو له هوکړې وروسته د کرښې دواړو طرفونوته مېشتو ولسونود جګړې د بندیدو غوښتنه وکړه.
والي ویلي د جګړې د بندیدو وړاندیز او اوربند افغان حکومت منلی او دا مهال په ځاځي میدان ولسوالۍ کې جګړه درېدلې ده.
دخوست والي ویلي،د پاکستان نظامیانو د خپلوعسکرو د جسدونو اود اسیر (بندي) د سپارلو غوښتنه کړې ده خوافغانستان د ملي امنیت شورا له تفاهم وروسته به دوژل شویو کسانو جسدونه په فرضي کرښه د دواړو هیوادونو د بیرغونو لاندې د بین المرزي قوانينیو په رڼا کې هغوي ته سپارل کیږي.
د خوست والي په ځاځي میدان کې دافغان او پاکستانیو پوځیانو ترمنځ دجګړې د رامنځته کیدو د علتونو په اړه وویل چې د پاکستان پوځیان څوکلوميټره دافغانستان خاورې ته راننوتي وو.
هغه وويل دوي غوښتل چې دجنډوغره هسکه څوکه چې هلته دافغان امنیتي ځواکونو امنیتي پوسته په کې شتون درلود د هغې شاته راغلي وه او غوښتل یې پردې پوستې اکمالاتي لار بنده کړي او ترنیولو وروسته په دې ستراتیژیکه نقطه کې خپله پوسته جوړه کړي.
والي حبیبي ویلي په دې جګړه چې د ځاځی میدان ولسونو هم د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د جګړې کرښې ته ورغلي وو او دشوې جګړې په پایله کې دوه تنه ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
پرون د پاکستان پوځ ویلي ؤ د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي سیمه کرمه ايجنسۍ کې د پولې پورې غاړې نه په ډزو کې د ملېشې دوه سرتيري وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.
 د افغان ځواکونو او پاکستانیو عسکرو ترمنځ نښته شوې، چې په دې نښته کې یو افغان سرتېری شهید او څلور پاکستاني عسکر وژل شوي وو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته