پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ابراهیمي: حکومت دې د پاکستان په خوښه جنرال رازق له دندې نه ګوښه کوي
نیټه: Mon, 16 Apr 2018 11:04:08 +0000

 

ددغه جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل، چې جنرال رازق د کندهار د امنیت لپاره بې ساري هڅې کړې دي او د هغه کړنې د ستاینې وړ دي. 
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وویل، په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې حکومت غواړي دغه پیاوړی نظامي قومندان له دندې ګوښه کړي، خو په وینا یې حکومت دې د نوموړي په اړه داسې پرېکړه نه کوي.
 د ولسي جرګې رییس وویل افغان حکومت دې د پاکستان په خوښه جنرال رازق نه لرې کوي. 
دده په وینا ځینې په دې باور دي، چې پاکستان له افغان حکومت د جنرال رازق د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
 خو هغه وايي رازق د پاکستان پلانونه شنډ کړي دي او باید ملاتړ یې وشي. 
ابراهیمي وایي جنرال رازق د هغو کسانو له ډلې دی، چې باید وستایل شي او له فعالیتونو یې مننه وشي.
 ابراهیمي همدا راز په امنیتي ادارو کې پر اصلاحاتو ټینګار وکړ، خو زیاته یې کړه چې حکومت دې په دغه برخه کې سلیقوي چلند نه کوي او خپل پلانونه دې په مسلکي توګه پر مخ یوسي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته