پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په کوټه کې وسله والو ۱۰ مسیحیانوته مرګ ژوبله اړولې
نیټه:

 

دپاکستاني چارواکوپه وینا وسله‌والو تیره ورځ په کوټه کې دوه مسیحیان په ډزو سره وژلي .
په سیمه کې د پولیسو یوه افسر ویلي پر موټرسایکل سپرو وسله‌والو دا دوه کسان هغه مهال ووژل، کله چې هغوی کور ته پر لاره وو.
دهغه په وینا په ډزو کې اته نور مسیحیان ژوبل شوي دي.
د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش د دې برید مسؤلیت منلی دی.
تر دې پېښې څو اوونۍ وړاندې هم په ورته برید کې چې داعش ډلې يې مسؤلیت پر غاړه واخیست، څلور مسیحیان وژل شوي وو.
مسیحیان د پاکستان د ۲۰۰ میلیوني نفوس څه کم دوه په ۱۰۰ کې برخه جوړوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته