پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې ناپيژاندو وسله والو دیولېسي مدير وژلې
نیټه: Mon, 16 Apr 2018 12:16:32 +0000

 

 د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله والو د چپرهار ولسوالۍ د يوې لېسې مدير وژلی دی.
د معلوماتو له مخې، ياد کس پرون ماښام په جلال اباد ښار کې د وسله والو له لوري وژل شوی دی.
د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري ویلي  چې ناپېژاندو وسله والو بېګا ماښام د چپرهار ولسوالۍ د ډاکو لېسې مدير وژلی دی.
هغه وايي، عبداللطيف خان د جلال اباد ښار د بيز اکمالاتي سيمه کې ماښام جومات ته د لمانځه لپاره تللی و چې د مخ پټو وسله والو له لوري ووژل شو.
د مدير عبداللطيف د کورنۍ يوه غړي د نوم نه خپرولو په شرط ويلي چې هغه له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده او نه پوهېږي چې ولې وژل شوی دی.
خو له امنيتي ارګانونو يې غوښتنه وکړه چې د نوموړي قاتلين ونيسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.
دا په يوه ورځ کې په ننګرهار کې دويمه امنيتي پېښه وه، پرون تر دې څو ساعته وړاندې غرمه مهال د ننګرهار پوهنتون درې ساتونکي پوليس هم د مخ پټو وسله والو له لوري ووژل شول.
په دې وروستيو کې د ننګرهار معارف تر جدي امنيتي ګواښ لاندې دى، په تېره يوه اوونۍ کې دوه ښوونځي هم د وسله والو له خوا سوځول شوي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته