پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دیني عالمان وايي د ښوونځیو سوځول یو وحشت دی او په دې سره نور هیوادونه خوشاله کیږي
نیټه: Tue, 17 Apr 2018 10:14:18 +0000

د ننګرهار په مومندري ولسوالۍ کې د د وسله والو مخالفینو  لخوا په پرلپسي څو ښوونځیو ته اور واچول شو چې دا کار دلته  دیو شمېر دینې علماو لخوا د کلک غبرګون سره مخ شو

په ننګرهار کې یو شمیر دیني علماو ددې ولایت په مومندری  ولسوالۍ کې څه موده وړاندې د دریو  ښوونځیو سوځول  یې غیري اسلامي او  د افغاني اصولو څخه یې خلاف عمل وباله.
 دوی چې په ننګرهار کې  یوې خبری کنفرانس کې خبرې کولي وویل چې د نړۍ په هیڅ مذاهبو کې د ښوونځیو او مقدسو ځایونو سوځولو ته جواز نشته . 
د دیني علماو په استازیتوب مولوي حبیب الله جلال ابادي وویل چې د  جهاد او  په نورو بېلا بېلو  نومونو د ښوونځیو او مدارسو سوځول د ټولو اسلامي مقدساتو سره په ټکر کې دی . 
جلال ابادی وویل  چې د ښوونځیو او مسجدونه په بمونو الوځول یو وحشت دی او په دې کار سره ګاونډي هیوادونه خوشاله کیږي. 

هغه وویل چې د ښوونځیو او عامه ځایونو سوځول یو هیواد د نورو هیوادونو د هر ډول سیالیو څخه وروسته پاتيکولی شي 
 یو بل  دیني عالم مولوي ژیړ ګل په دې خبرې کنفرانس کې وویل چې د ښوونځيو او مدارسو سوځولو په هکله  که چا سره شرعي فتوا شتون ولری نو له دوی سره دې هم شریکه کړي
نوموړي وویل چې افغانانو تل د خپلو ګاوندیانو سره د ښو او نیکو اړیکو غوښتونکی دي 

په دې خبرې ناسته کې پر وسلوالو طالبانو هم  د سولې غږ وشو او ترې وغوښتل شول چې د جګړي پرځای دې د سولې لاره خپله کړي
دا دینې عالمان په دې داسې حال کې د ښوونځیو د سوځولو په اړه غبرګون ښايي چې په تېره لنډه موده کې د مومنددرې په ولسوالۍ کې د دریو ښوونځیو ودانیو ته د وسله والو لخوا اور واچول شو
که څه هم ځايي حکومتي اداره دا د وسله والو طالبانو کار ګڼي؛ خو په تېر کې وسله والو دا خبره رد کړې ده او دننګرهار د ښوونځیو د سوځولو په اړه لا څه نه دي ویلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته