پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

نیکلسن وايي پر طالبانو به هر ډول فشار ته دوام ورکړو
نیټه: Tue, 17 Apr 2018 10:18:10 +0000

د هیواد یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي د پنځو هیوادونو د سفیرانو په ملتیا کندهار ته سفر وکړ او هلته يې د خلکو سره په یوه امنیتي ناسته کې د سولي، امنیت، راتلوونکو انتخاباتو او نورو موضوعاتو په اړوند خبرې کړي دي.
په افغانستان کي د قاطع ماموریت قومندان جنرال جون نیکلسن د خپلو خبرو پر مهال وویل چي د افغان سولي د پروسې څخه ملاتړ کوي خو وایي چي هڅه کوي له څو لارو د سولي کولو ته ځانونه ورسوي.
نوموړي وویل چي پر وسله والو مخالفینو نظامي فشار، په دیپلوماتیکه توګه پر پاکستان فشار او د کابل پروسې او تاشکند د پروسې ملاتړ او هم د نورو هیوادونو له خوا د سولي څخه ملاتړ په دې برخه کي موثریت لرلی شي
هغه وویل چي افغانان دي د راتلوونکو ټاکنو په پروسه کي خپل پراخ ګډون وښیي او دوی د افغان نورو ګډو امنیتي ارګانونو او د انتخاباتو د کمیسون په ملتیا د انتخاباتو د لا ښه تر سره کیدو لپاره هلي ځلي کوي.

په افغانستان کي د اامریکا سفیر هم د خپلو خبرو پر مهال وویل چي امریکا او نور متحدهه هیوادونه د افغانستان د ټاکنو د پروسو څخه ملاتړ کوي او زیاتوي چي اوسني د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو ترڅنګ د راتلوونکي پسرلي د ولسمشری ټاکنو پر مهال به هم د افغانانو سره مل وي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر هم ددي غونډي پر مهال وویل چي سوله د افغانانو له خوا باید تر سره شي او دا په افغانانو پوري اړه لري.
نوموړي زیاته کړه چي دا مهال د هیواد په مختلفو ولایتونو کي د سولي به اړوند حرکتونه پیل شوي دي چي مرکزي حکومت هم به دي برخه کي پوره لیوالتیا لري.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریس محمد معصوم ستانکزی د خپلو خبرو پر مهال وویل چي خلک دي په ټاکنو کي د پراخ ګډون لباره نوم لیکنه وکړي او هڅه دي وکړي چي له دي فرصت څخه په ګټي اخیستنه تذکرې تر لاسه کړي.معصوم ستانکزي وویل چي د سولي د رامنځته کیدو لباره اړینه ده چي په افغان زدکړیال طالبان په افغاني مدرسو کي ځای پر ځای سي او که چیري داسي ونسي نو د سولي په برخه کي اقدامات ډیر ستونزمن دي.

د یادوني په ډول باید وویل سي چي د راغلي پلاوي سره راغلیو سفیرانو د بیارغوني، پوهني، روغتیا او نورو برخو کي خپلي ژمني یو ځل بیا تازه کړي او وایي چي لوی کندهار ته به ځانګړې پاملرنه وکړي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته