پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دفاع وزارت وايي په خوست کې ځواکونه په لومړي درجه احضاراتو کې دي
نیټه: Tue, 17 Apr 2018 10:21:44 +0000

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د خوست په ځاځي میدان او د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالیو کې امنیتي ځواکونه د "اولې درجې" احضاراتو په حالت کې دي او پاکستاني پلاوي ژمنه کړې چې بیا به د افغانستان پر خاوره تېری نه‌کېږي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش واييد ځاځي میدان او ډنډ پټان ولسواليو په څلورو ستراتېژیکو سیمو کې يې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
د هغه په وینا، امنیتي ځواکونه له هر ډول بېړني حالت سره مخامخ کېدو ته تیار دي، خو په سیمه کې وضعیت کرار شوی دی.

د افغانستان د سرحدي امنیت د ځواکونو او د پاکستان د سرحدي ملېشه قواوو  ترمنځ وسله‎واله نښته، د یکشنبې په سهار وختي د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې وشوه چې له دواړو خواوو یو شمېر کسان په کې ووژل او زخمیان شول.
د خوست والي تیره ورځ وویل چې د پاکستان د سرحدي ملېشه قواوو پنځه مړي مقابل لوري ته سپارلي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند، محمد رادمنش وايي د یکشنبې په ورځ د پاکستان سرحدي ملېشه قواوو پر ګډه پوله نوې پوستې جوړولې او په غیر قانوني ډول د افغانستان خاورې ته را اوښتي وو.
د هغه په وینا، سیمې ته ورغلي پاکستاني پلاوي منلې چې د هغوی له لوري تېری شوی او ژمنه‌یې کړې چې بیا به داسې نه‌کېږي.

 د پاکستان د پوځ د عامي اړیکو دفتر دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د یکشنبې په ورځ‌یې ځواکونو پر ګډه پوله ګزمه کوله او د اغزن سیم «سیم خاردار» لګولو لپاره‌يې تیاري نیوله چې د افغانستان له لوري برید ورباندې وشو.
د پاکستان حکومت تېر کال اعلان وکړ چې د خپلو سرحدي سیمو د امنیت د ښه کولو لپاره پر ګډه پوله، اغزن سیم لګوي.
افغانستان تل پر پاکستان تور لګوي چې پر خاوره‌یې تېری کوي، خو پاکستان‌یې ردوي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته