پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سوداګر وايي حکومت دې له پاکستان سره خبرې وکړي
نیټه: Tue, 17 Apr 2018 10:26:17 +0000

 

د افغانستان د تازه مېوې او سبو لسګونه صادروونکي له حکومت غواړي چې له پاکستان سره خبرې وکړي او ددوی د صادراتو ستونزې هوارې کړي.
 پاکستان د افغان میوو او سبو تر ټولو لوی مارکېټ دی، خو افغان سوداګر وایي، دغه هېواد له تېرو شپږو میاشتو راهیسې له دوی غواړي چې د خپلو صادراتي توکو د ښه او کره والي سند ورته وړاندې کړي.
 افغانستان کې د تازه مېوې او سبو ډیری سوداګر وایي چې د پاکستاني حکومت دې پلمو او غوښتنو دوی ته ډېر اقتصادي زیان اړولی دی.
 لسګونه سوداګر د ورته اندېښنو د څرګندولو لپاره کابل کې سوداګرۍ خونې ته راغلي وو چې خپل شکایت تر مسئولینو ورسوي. 
د دغې خونې مرستیال محمد یونس مومند وایي، پاکستاني حکومت د سندونو د وړاندې کولو په پلمه د افغان صادراتو مخه نیسي او افغانستان ته زیان اړوي. 
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي د صادراتو پر وړاندې یادې ستونزې مني، خو وایي د هواري لپاره به یې له پاکستان سره خبرې وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته