پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسمشرۍ ماڼي د پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو خبره رد کړه
نیټه: Tue, 17 Apr 2018 10:50:03 +0000

افغان حکومت هغه راپورونه او ادعاګانې ردوي چې ګوندې له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو په شریکولو هوکړه شوې ده.

وروسته له هغې چې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو د پاکستان او افغانستان ترمنځ په یو شمېر مواردو د هوکړې ادعا مطرح کړه، د افغانستان جمهوري ریاست وايي، له پاکستاني پلاوي سره شوې هوکړه رسنیزه شوې او هر څه ښکاره دي.

د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي رسنیو سره په خبرو کې هغه ادعاګانې رد کړې چې ګوندې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ د استخباراتي معلوماتو په شریکولو هوکړه شوې ده.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ویلي چې هغه څه چې د پاکستاني پلاوي سره پرې هوکړه شوې، هغه سند د رسنیو او خلکو په واک کې ورکړل شوی دی او له دې ډېر څه نه‌وو موجود.

مرتضوي د ولسي جرګې له غړو غوښتنه وکړه چې د اوازو بر بنسټ نه، بلکې د دقیقو معلوماتو پر بنسټ له خلکو سره مسئلې شریکې کړي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو د دوشنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه کې ادعا وکړه چې افغان حکومت له پاکستان سره د استخبارتي معلوماتو په شریکولو او د کندهار د امنیه قوماندان جنرال رازق له دندې نه په لیرې کېدو هوکړه کړې ده.

 خو هغه څه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې د روان کال د اپرېل په ۶مه نېټه کابل ته د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي تر سفر وروسته خپاره شوي داسې څه پهکې نه‌تر سترګو کېږي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته