پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې ۴۸ تنه د اداري فساد له امله په بند محکوم شوي
نیټه: Tue, 15 May 2018 10:48:30 +0000


 
د ننګرهار ولايت د استيناف محکمې چارواکي وايي، تېر کال يې د اداري فساد په جرم ۴۸ کسان پر بند محکوم کړي او دغه راز ۱۸ کسان نغدي جريمه شوي دي.
خو دغه اداره په ننګرهار کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې له عالي ادارې شکايت کوي او وايي تر اوسه يې د اداري فساد هېڅ قضيه دوی ته نه ده استولې.
هغه وويل، په تېر ۱۳۹۶يم لمريز کال کې ورته د عسکري جرمونو، عامه امنيت او ملي امنيت څارنواليو له لوري د اداري فساد ۴۶ قضيې لېږل شوې دي.
د ننګرهار د استيناف محکمې رييس وايي د يادو قضيو په تړاو دوی ۷۲ کسان محاکمه کړي چې ۴۸ کسان يې له يوه تر پنځلس کلونو بند باندې هم محکوم شوي دي.
د استيناف محکمې رييس وايي، يادو کسانو ته دغه سزا له صلاحيتونو د ګټې اخيستنې، اختلاس، رشوت اخیستو، له وظيفوي صلاحيته تجاوز او د اسنادو د تذوير له امله ورکړل شوې ده.
د هغه په وينا، په دې کې نظامي او ملکي مامورين شامل دي، خو د لوړې کچې مامورين په کې نشته.
د ننګرهار د استيناف محکمې رييس خلکو ته ډاډ ورکړ چې د فساد د قضيو د حل په برخه کې له هېچا ډار نه لري او يادې قضيې په پوره دقت سره حل او فصل کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په ختيځ کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر احمد شاه نبي مومند هم مني چې د تشکيلاتو او صلاحيتونو د کموالي له وجې يې کارونه کمرنګه دي او نه شي کولی چې ډېرو قضيو ته پر خپل وخت رسېدګي وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته