پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ننګرهار په ۲۲ولسواليوکې روغتیايي مرکزونه تړل شوي
نیټه: Tue, 15 May 2018 11:48:38 +0000

 

له تېرو دوه ورځو راهیسې د ننګرهار په دوه ویشت ولسوالیو په  روغتیايي مرکزونو کې  ددې له امله د ناروغانو درملنه نه کیږي چې ډاکټرانو ته د حکومت له لورې د پنځو میاشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي. 
دولتي روغتونونو ته راغلي ناروغ لرونکي وايي دوه ورځې کيږي چې ډاکټران يي د ولسواليو په دولتي روغتیايي مرکزونو کې درملنه نه کوی چې دې چارې له ستونزو سره مخ کړي.
په ولسواليو کي دروغتیايي مرکزونو کارکوونکي وايي چي له تېرو پنځو میاشتو راهیسي ورته معشونه نه دې ورکړل شوې نو ځکه يې کلینکونه د ناروغانو پرمخ تړلي. 
دوی وايي دا کاربندیز به يې ترهغې دوام لري ترڅو چې يې د میاشتنیو معاشونو په برخه شته ستونزه نه وي حل شوي. 
خو دننګرهار دعامي روغتیا ریاست ویاند بیا وايي چي ددي ستونزي لامل دنړیوال بانک له لوري دمالي وزارت ته په خپل وخت دپیسو نه ورکول دي او وايي چي داستونزه يي دحل په موخه له مرکزي حکومت سره شریکه کړي چي په راتلونکو پنځو ورځو کي به دډاکټرانو پاتي معاشونه ورکول شي او دوي به خپلي چاري په عادي ډول مخ ته وړي. 
دننګرهارددولتي روغتیايي مرکزونو ډاکټرانو داکاربندیز په داسي حال کي دی چي تردي نږدي یوه میاشت وړاندي په جلال اباد ښار او ولسواليو کي دخصوصی روغتیايي برخي کارکوونکو هم دنا امنیو له امله خپل کارځایونه دناروغانو پروړاندي تړلي وو چي دحکومتي چارواکو له لوري ورسره دستونزو دحل په کړو ژمنو يي خپل کاربندیز پاي ته ورساوه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته