پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لوجینګ: هڅه کوي دافغانستان اوپاکستان ترمنځ ستونزې حل کړي
نیټه: Wed, 16 May 2018 09:58:30 +0000

 

 په پاکستان کې د چین سفیر لو جینګ ویلي، دوی هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې حل کړي او ددواړو هېوادونو اړیکې ښې کړي. 
دده په خبره تر هغه چې د چین دوه مهم ګاونډي پخپلو کې ستونزې سره حل نه کړي نو د چین پرمختګ هم شونی نه دی.
 د جینګ په خبره د چین د یو کمربند یوې لارې پروژې د عملي کولو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې ډېرې مهمې دي. 
هغه ویلي چې په همدې لړ کې به د روانې میاشتې په پای کې په بیجنګ کې د درېیواړو هېوادونو کنفرانس جوړ شي. 
هغه زیاته کړې چې د درې اړخیزو کنفرانسونو لړۍ په ۲۰۰۵ کال کې پيل شوې ده او تر دې دمه دوام لري. 
لو جینګ هیله څرګنده کړې چې وکړی شي د همدې کنفرانسونو په لړۍ کې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې کړي.
 هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې په دې کفنرانس کې به له ترهګرۍ سره پر مبارزې، سوداګرۍ، اقتصادي ودې او نورو ګڼو مسایلو خبرې وشي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته