پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اروپايي ټولنه وايي افغان ځواکونه به د طالبانو ځواک کمزوري کړي
نیټه: Thu, 17 May 2018 11:17:31 +0000

 

په اروپا کې د ناټو د اعلی قوماندانۍ امریکایي جنرال وايي ناټو هیله لري چې افغان ځواکونه به د طالبانو ځواک کمزوری کړي
دې امریکايي جنرال دا څرګندونې د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو پوځي کمیټي له غونډې وروسته خبریالانو ته وکړي.
دا امریکايي جنرال د افغان ځواکونو په اړه دا خبرې په داسې حال کې کوي چې افغان ځواکونو په فراه کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې جنګیږي.
د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د پوځي کمېټې په غونډه کې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه خبرې وشوې.
تر دې غوندې وروسته په اروپا کې د ناټو د اعلی قوماندانۍ امریکایي جنرال کورټېس سکاپاروټي په بروکسل کې د ناټو د پوځي کمېټې تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، ناټو هیله لري چې افغان ځواکونه به د طالبانو پوځي ځواک کمزوری کړي.
سکاپاروټي زیاته کړه:
ناټو په‎داسې وخت کې د افغان ځواکونو ستاینه کوي چې دغو ځواکونو دوه ورځې مخکې ادعا وکړه  د فراه له مرکزه یې طالبان شاه کړل او چهارشنبه داسې خبرونه خپاره شول چې د غزني ښار د طالبانو له سخته ګواښ  سره مخ دی.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي چې تازه دمه ځواکونه په دغه ولایت کې ځای پر ځای شوي.
د افغانستان دفاع وزارت څرګندوي چې د غزني په اندړ، زنه خان ، ګیلان او چغتو ولسوالیو کې یې د دولت مخالف وسله‎والو ته ماتې ورکړې ده.
طالبانو بیا د غزني په ګډون په بېلابېلو سیمو کې افغان ځواکونو ته د تلفاتو د اوښتو ادعا کړې ده.
د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش رسنیو ته هغه ولایتونه په نښه کړل چې هلته افغان ځواکونه اوس په عملیاتو بوخت دي.
دفاع وزارت په وینا د افغان سرتېرو ۱۳ لوی عملیات په ټول افغانستان کې روان دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته