پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د هلمند ولایت څخه را روان شوی د سولې لښکر کندهارته و رسید
نیټه: Thu, 17 May 2018 11:24:58 +0000

 

ددغه لښکر غړو څلور ورځې وړاندې  د هلمند ولایت څخه تر کابل پوري پلی سفر پېل کړی وو او  د لارې په اوږدو کي یې د زرګونو کسانو سره لیدني کړي دي . 
دوی وایي که ښکېلي غاړې د دوی د پرېکړه لیک څلور مادې ونه مني نو خپل حرکت ته به  دوام ورکړي .
په دې ورستیو کې په هیواد کې تودې جګړې هر وګړی اندېښمن کړی او فقط د ډاډمن امنیت غوښتنه کوي .
په ورستیو کلونو کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې  جګړو زور اخیستی او هره ورځ په لسګونو هیواد وال زیانمن کیږي . 
د تیرو دوو میاشتو راهیسي هیواد وال په کلکه  د جګړې د ختمېدو غوښتنه کوي او په بېلابېلو مدني حرکتونو یې لاس پوري کړی دی . 
څلور ورځې وړاندې یوه ډله ځوانانو د هلمند ولایت څخه تر کابل پوري پلی سفر پېل کړی او تر کندهار پوري ورسېدل . 
د هلمند ولایت اوسېدونکی ددغه مدني حرکت غړی  قیس هاشمي وایي  دوی  د  قومي مشرانو . دیني عالمانو ځوانانو، او ددغه مدني حرکت رهبري  او مشورتي شورا  په ګډه څلور ماده ایزه  پرېکړه لیک صادر کړی چي تر ښارونو او کلو پوري  به یې ورسوي .
دوی د لارې په اوږدو کې په چغو چغو د جګړې د ختمېدو شعارونه ورکول او د زرګونو خلکو سره یې لیدني وکړې 
ددغه مدني حرکت بل غړی  اقبال خیبر وایي د لاري په اوږدو کي د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو یې کلک ملاتړ وکړ . 
خیبر وایي د سفر په پېل کي د بېلابېلو نامالومو اشخاصو له لوري ګواښونه ورته سوي خو د دولت وسلوالو مخالیفینو یې   یې مخنیوی نه دی کړی . 
په افغانستان کي ورځ تر بلي جګړې زور اخلي چي په پایله کی هره ورځ په لسګونه بې ګناه خلک ددغه جګړې قرباني کیږي او په ټوله هیواد کي هیڅ داسي ولایت نسته چي د خلکو امنیت دي پکښي خوندي وي . 
ددغه مدني حرکت غړي وایي که ښکېلي غاړي ددوی د پرېکړه لیک څلور مادې ونه مني نو دوی به د افغانستان ټولو ولایتونو ته پلي سفرونه وکړي او په بېلابېلو مدني حرکتونو به لاس پوري کړي .  

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته