پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

جلال اباد کې چاودنې ۸ کسانوته مرګ ژوبله اړولې
نیټه: Wed, 13 Jun 2018 07:32:25 +0000


 
د جلال آباد ښار تالاشۍ څلور لارې ته څېرمه، د اهنګرانو کوڅې په يو دوکان کې چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې له امله يي یوماشوم وژل  او اوه نور ملکیان ټپیان شوې.
چارواکي وايي چې چاودنه د يوه دوکان مخې ته د ځای پرځای شوي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي نن چهارشنبه وويل چې سهار نږدې شپږ بجې د جلال اباد ښار دويمې ناحيې اړوند اهنګرانو کوڅه کې د اکرام الله په نوم د يو دوکاندار د دوکان مخې ته د ماين چاودنه شوې ده.
دی وايي، د چاودنې له امله يو ١٠کلن ماشوم وژل شوی او ٧ نور کسان ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې څلور ماشومان او خپله ياد دوکاندار هم شامل دی.
د پېښې يو عيني شاهد وويل،چاودنه کې يې دوه وروڼه او پنځه نور کسان ټپيان شوي او يو ماشوم وژل شوی دی.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مطبوعاتي مسوول انعام الله مياخېل هم  وويل چې د پېښې له ځايه ورته اووه ټپيان وروړل شوي چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
تراوسه د چاودنې مسووليت چا نه دى منلى.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته