پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دلنډمهاله اوربند سره دناامنه سیمو پولیسو دارام ساه واخیسته
نیټه: Wed, 13 Jun 2018 10:48:31 +0000

 

په ټول هيواد کې د طالبانو پر وړاندې د افغان حکومت د لنډمهالي اوربند دوهمه ورځ  ده، چې په کې د نا امنه سيمو پوليسو د ارام ساه واخېسته.
دوی وايي، داسې کم وخت راځي، چې په څلرويشت ساعتونو کې څو ځلې له طالبانو سره مخامخ په جګړه نه وي بوخت، خو اوس چې حکومت د اوربند اعلان کړی، نو دوی ته هم ويل شوي، چې د طالبانو پر وړاندې جګړه ودروي.
دا د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې په مارغونډۍ سيمه کې د ملي پوليسو او کړسو سيمه کې د محلي پوليسو دوه هغه پوستې دي، چې هره شپه د سختو جګړو شاهدې وي.
د کړسو پوسته دوه ورځې وړاندې هم د داسې يوې سختې جګړې سره مخ وه، چې د طالبانو په يوه مرمۍ يې د ټاور يوه برخه هم نړېدلې او لا هم نه ده رغول شوې.
د دغې پوستې قوماندان ګل محمد وايي په اوسنيو جګړو کې مرګ ژوبله دواړه خوا افغانانو ته اوړي، که طالب دی او که عسکر د همدې وطن بچی دی.
د شاهين په نوم د دغې پوستې يوه سرباز  وايي اوس چې اوربند اعلان شوی، ايله يې د ارام ساه واخېسته او زیاتوي، تر هغه ورته د جګړې نه کولو ويل شوي، څو چې مخامخ پرې طالبانو ډزې نه وي کړي.
عام خلک هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند هيله مند کړي او تمه يې دا ده، چې اوربند دوامداره شي او دواړه لوري سوله وکړي.
د کړسو تر پوستې وړاندې د کابل – جلال اباد دويم لين سړک پر سر پرته د مارغونډۍ په نوم پوسته هم په تېر کې د همدا ډول جګړو شاهده وه؛ خو د کړسو له پوستې تر جوړېدو اوس د هغې پوستې سرتيري يو څه په ارام شوي دي.
د پوستې سرتيري اوس په ارام خپلو کټونو کې ناست دي، وسلې يې له ځانه سره څنګ کې ايښې دي او په لاره تېرېدونکو خلکو سره د روغبړ ترڅنګ خوږې مرکې هم کوي.
ډېرو عسکرو خو لا د ټوپک په شپيلۍ کې ګلان ايښي او وايي، خدای دې يې د ټوپک له شپېلۍ نوره مرمۍ نه رابهر کوي.
د يادولو وړ ده، چې ولسمشر اشرف غني د نيکمرغه کوچني اختر په مناسبت د روژې د مبارکې مياشتې له اووه وېشتمې د اختر تر پنځمې د طالبانو پر وړاندې د افغان حکومت اوربند اعلان کړ، چې وروسته يې طالبانو هم په غبرګون کې د اختر درې واړه ورځې اوربند اعلان کړ.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته