پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ولسی جرګې او ولسوالیوشوراګانولپاره ۶میلیونه خلکونوملیکنه کړي
نیټه: Wed, 13 Jun 2018 11:40:00 +0000

 

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چې د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره په ۳۴ ولایتونو کې څه باندې شپږ میلیونه  رایه ورکوونکو نوملیکنه کړې ده.
د دغه کمیسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د چهارشنبې په ورځ (خبریالانو ته وویل، دغه شمیر رایې ورکوونکي چې څه باندې ۲ میلیونه ښځې هم په کې شاملې دي، د راېو ورکوونکو د نوملیکنې د بهیر له پیل څخه تر دې مهاله ثبت شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د وري د میاشتې په ۲۵مه د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې د رایې ورکوونکو نوملیکنه پیل کړه، چې بیا دا بهیر د غوايي په ۲۵مه د ولایتونو له مرکزونو څخه ولسوالیو ته او د غبرګولي په ۱۹مه کلیو او بانډو ته هم وغځول شو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته