پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بدخشان کې ۱۸ سرتیري وژل شوي
نیټه: Thu, 14 Jun 2018 10:30:33 +0000

 

سیمه ییز چارواکي وایي طالبانو دافغانستان په بدخشان ولایت کې په یوه امنیتي پوسته برید کړی چې پکې د ملي اردو ۱۸سرتیري وژل شوي دي او یاده پوسته يي له افغان ځواکونو نیولې ده.
طالبانو بدخشان کې دملي اردو دغه عسکر په داسې حال کې وژلي چې افغان دولت طالبانو سره د روژې د۲۷مې نه داختر تر پینځمې پوري اوربند اعلان کړی دی.
خو د اوربند ددغه اعلان سره سم طالبانو په افغان ځواکونو خپلو بریدونو کې چټکتیا هم راوستې .
د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي رسنیو ته ویلي چې طالبانو دغه تازه برید تیره شپه دجرم ولسوالۍ شیخ ولول سیمه کې د ملي اردو په پوسته کړی او ملي اردو ته یې سخت زیان اړولی دی.
هغه منلې چې دطالبانو په دغه ډله ییز برید کې د ملي اردو۱۸ سرتیري او۱۲ طالبان وژل شوي اودیادي پوستي تول وسایل يي له ځانه سره وړي دي.
افغان چارواکي دعوه کوي چې په بدخشان کې طالبان او دداعش ترهګر خپل مرکزونه لري او دبیلا بیلو هیوادونو تندروه ترهګر پټ شوي دي.
جرم ولسوالي په بدخشان کې دطالبانو پیاوړی مرکز ګڼل کیږي او سږکال داپریل په اوومه نېټه هم افغان ځواکونو په جرم ولسوالۍ کې دطالبانو په ځالو بمباري کړې وه چې پکې افغان دولت د ګڼ شمیر طالبانو د وژل کیدو ادعا کړې وه.
افغانستان کې دامریکايي اؤ ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن د روان کال په پیل کې ویلي وو چې طالبانو سره په جګړه کې له ماتې خوړلو پرته بله هیڅ لاره نشته ،
هغه خبرداری ورکړی دی چې روان کال کې به دطالبانو په ضد زمکنیو او هوایي بریدونو کې نوره چټکیا هم ولیدل ش

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته