پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې چاودنې دسیمه ییزوپولیسو قوماندان او یوبل تن وژلې
نیټه: Thu, 14 Jun 2018 10:43:36 +0000


 

په ننګرهار ولايت کې چاودنې د ټاکنو کمېسيون يو کار کوونکی او د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان وژلی او څلور نور سیمه ییز پولیس ټپیان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي وويل چې چاودنه نن سهار نهه بجې د روداتو ولسوالۍ د پيوې کنډو سيمې کې د سيمه ييزو پوليسو په یوه پوسته کې شوې ده.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې د ذبيح الله په نوم د ټاکنو کمېسيون يو ځايي کارمند او د روداتو ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان امان الله وژل شوي او څلور پوليس ټپيان دي.
د سيمې يو قومي مشر د نوم نه خپرولو په شرط ويلي، چاودنه هغه مهال شوې چې قوماندان امان الله يادې پوستې ته د ټاکنو ځينې وسايل د دې ولسوالۍ مزينې سيمې ته انتقالول.
نوموړی وايي، قوماندان امان الله چې کله پوستې ته رسېږي، د پوستې په مخکې پهره دار خانه کې تم کېږي او د پهره دار خانې په سر څپره کې ځای پر ځای شوی ماين پرې چاودنه کوي.
دی وايي په ټپيانو کې هم د ټاکنو کمېسيون يو کارمند شامل دی.
د دې چاودنې مسووليت چا نه دى اخيستى.
تر دې مخکې هم په ننګرهار ولايت کې د ټاکنو کمېسیون پر کارکوونکو بريدونه شوي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته