پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ټاکل شوې چې نن د حزب اسلامي لسګونه بندیان خوشي شي
نیټه: Thu, 14 Jun 2018 10:46:44 +0000

 

ټاکل شوې، چې نن غرمه (د څرخي پله له زندان څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او د حکومت ترمنځ د سولې د موافقتنامې له مخې د حزب اسلامی دوه سوه پنځوس زندانیان خوشې شي.
د سولې د عالي شورا د بندیانو د خلاصون د کمېټې کارپوه نذیر زاهد ویلي ، چې دا بندیان به د څرخي پله او باګرام له زندانونو خوشې شي.
بل لورته د حزب اسلامي د رسنیو چارواکي وايي، چې حکومت ورسره د ۲۶۹ زندانیانو د خوشې کولو ژمنه کړې وه ،خو د تل په څیرحکومت په خپله ژمنه نه دریږي او د ژمنې پر خلاف ټول زندانیان نه خوشې کوي.

د حزب اسلامي او د حکومت ترمنځ د سولې د موافقتنامې له لاسلیک کولو را وروسته دا څلورم ځل دی چې افغان حکومت په بیلابیلو موفعو د حزب اسلامي زندانیان له زندانونو خوشې کوي.

اسلامي حزب وایي، لا هم د افغان حکومت په زندانونو کې د دغه حزب په سلګونو بندیان شته دی.
د افغان حکومت له خوا د اسلامي حزب د بندیانو خوشې کیدلو سره د بشري حقونو یو شمیر فعالین مخالفت څرګندوي او دا ګڼي، چې د دغو بندیانو د خوشې کیدو په بهیر کې بشري حقونو ته ډیره پاملرنه نه ده شوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته