پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ضیا مسعود: په شمال کې د حکومت پر ضد جمعیت وسله وال جنګیږي
نیټه: Thu, 14 Jun 2018 10:55:35 +0000

 

د افغانستان په شمال کې جمعیتیان او جنبشيان د حکومت پر ضد جګړه کوي. 
د اصلاحاتو او حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر پخواني سلاکار احمد ضیا مسعود په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال نن ویلي، چې د هېواد په شمال کې د حکومت پر ضد تر ډېره جمعتیان او جنبشيان جګړه کوي.
 دده په خبره یاد دوه ګوندونه ځان په حکومت کې نه ویني، ددوی حقوق تر پښو لاندې شوي دي نو ځکه یې د حکومت پر ضد وسله اخیستې ده او جګړه کوي. 
دا لومړی ځل دی، چې د جمعیت ګوند یو لوړپوړی غړی د حکومت پر ضد د جنګېدونکو کسانو په لیکو کې د خپل ګوند د وسله والو حضور مني.
نوموړي همدا راز ویلي، چې په افغانستان کې د روانو ستونزو یو ستر لامل، په تېرو ټاکنو کې پراخې درغلی او د ملي یووالي حکومت جوړېدل وو. 
مسعود زیاته کړې، د حکومت د کمزورۍ له امله په هېواد کې جګړې روانې دي او اوسنی وضعیت رامنځ ته شوی دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته