پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

مایک پامپیو:امریکا به افغانستان یوازې پرې نه‌ږدي
نیټه: Tue, 10 Jul 2018 12:20:59 +0000

په‎داسې حال کې چې افغان حکومت د وسله‎والو طالبانو سره د سولې د خبرو په هڅو بوخت دي، د امریکا د حکومت یوه لوړ پوړي چارواکي د دې هڅو د ملاتړ ژمنه وکړه او ویې ویل چې متحده ایالات به افغانستان په‎دې هڅو کې یوازې پرې نه‎ږدي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو چې د دوشنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی، دا څرګندونې کړي دي.
پومپئو دوشنبه ناوخته له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ارګ کې یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، طالبان باید په‎دې پوه شي چې د جګړې له لارې نه‎شي بریالي کیدای.
وسله‎والو طالبانو په وار-وار ویلي چې دوی د امریکا متحده ایالاتو سره مخامخ د سولې خبرې کول غواړي چې په ځواب کې امریکا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت خبرو ټینګار کوي.
مایک پومپئو د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې واشنګټن لېواله دی چې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو کې ګډون وکړي، خو وایي د سولې د هر ډول خبرو مشري افغانان په‎خپله کوي.
دغه امریکایي لوړ پوړي ډیپلوماټ زیاته کړه چې د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ وروستۍ اوربند او پر طالبانو فشارونه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په هغې ستراتیژۍ پورې اړه لري چې تېر کال یې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره اعلان کړې وه.​
په هغې ستراتیرۍ کې تیر اګست اعلان شوه هدف یې دا وو چې طالبان د ډیپلوماټیکو، پوځي او سوله‎ییزو لارو وهڅول شي چې دوی جګړه نه‎شي ګټلی او باید له کابل سره روغې جوړې ته غاړه کېږدي.
ولسمشر غني هم په‎دې خبري غونډه کې همدې ټکي ته په اشارې سره ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې ستراتيژۍ په سیمه کې مثبت بدلون راوستی او د سیمې هېوادونه باید په صادقانه توګه د دې ستراتيژۍ ملاتړ وکړي.
کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرله دې سف رمخکې د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا لوړ پوړې ډيپلوماټّ الیس ولز سیمې ته تللې وه چې ویلې یې و، پر طالبانو د دې لپاره چې د ولسمشرمحمد اشرف غني د سولې وړاندیز ومني، فشار په زیاتېدو دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته