پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهاردپوهنې ریاست په بريد کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۰ ټپیان
نیټه:

 

د ننګرهار د پوهنې رياست پر ښاري مديريت وسله وال بريد کې چې څلور ساعته يې دوام وکړ ۱۰ تنه وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
په ننګرهار کې د روغتون چارواکو منلې ده، چې په وژل شویو کې د دغې ښاري څانګې مدیر او د نظارت غړی هم دی.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي بريدګر دوه کسان وو .
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د پوهنې رياست ١١ کارکوونکي وژل شوي او لس تنه نور ټپيان دي چې پنځه  يې د پوهنې رياست کارکوونکي دي.
دا مدیريت د ښار په پنځمه ناحیه کې دی چې ورڅېرمه د هلکانو او نجونو لېسې هم شته.
ځايي خلک وايي د پېښې ځای ته څېرمه د ګڼو چاودنو غږونه اورېدل شوي.
دا په تېرو دوو اوونیو کې درېیمه پېښه ده چې په ننګرهار ولایت کې ترسره کېږي.
د بريد پړه تراوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته