پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسي جرګه: افغان جګړه امریکا پيل کړې اوپه کنفرانسونوباندی سوله نه راځي
نیټه: Wed, 11 Jul 2018 11:40:40 +0000

 

د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې په جده کې د افغانستان په اړه پر روان کنفرانس غبرګونونه لرل.
 ګڼو وکیلانو ددغه کنفرانس هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې دا به په افغانستان کې د سولې او امنیت سبب شي.
 خو یوه ډله استازو بیا ویل چې افغانستان ته سوله د کنفرانسونو په مرسته نه شي راتللی بلکې له امریکا سره مخامخ خبرې په کار دي. 
د وکیلانو په خبره دلته روانه جګړه امریکا پیل کړې ده او ددغه جګړې پای هم د امریکا په لاس کې دی. 
په جده کې د افغانستان د جګړې په اړه د ۳۶ هېوادونو د دیني علماوو کنفرانس روان دی. 
په دغه کنفرانس کې د افغانستان جګړه له دیني اړخه ارزول کېږي او د سولې لپاره د زمینې برابرولو هڅه پکې کېږي
. ډېری خلک دغه کنفرانس ته هیله من دي خو طالبانو لا وار د مخه ویلي چې دیني علما دې د امریکا پلویتوب نه کوي او دوی د ترهګر نه بولي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته