پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پېښورکې ځانمرګي برید ۸۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
نیټه: Wed, 11 Jul 2018 12:00:43 +0000

 

په پېښور کې د ځانمرګي برید له امله د وژل شوو او ټپیانو شمېر ۸۰ کسانو ته لوړ شوی دی. 
د رسنیو د راپورونو له مخې د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د عوامي نشنل ګوند پر یوه غونډه ځانمرګی برید شوی دی. 
په دغه برید کې ددغه ګوند مشر هارون بیلور هم وژل شوی دی. 
د نوموړي پلار بشیر بېلور هم تر دې وړاندې په ۲۰۱۲ کال کې په ورته برید کې په همدې سیمه کې وژل شوی و.
 په دغه پېښه کې ۲۰ کسه وژل شوي دي او ۶۰ نور ټپیان دي.
 تر دې وړاندې پاکستاني حکومت په پښتونخوا کې د پښتنو ګوندونو ته خبرداری ورکړی و، چې ښايي پر ټاکنیزو کمپاینونو یې ځانمرګي بریدونه وشي. 
د پاکستان امنیتي سرچینو دغه پېښه تایید کړې ده او وایي چې بریدګر ځانمرګی واسکټ اغوستی و او نږدې یو کیلوګرام مواد پکې ځای پر ځای شوي وو.
 ددغه برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته