پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ۲۱ ولسوالیوکې دټاکنولپاره دنوم لیکنې پروسه نده ترسره شوي
نیټه: Wed, 11 Jul 2018 13:22:53 +0000

 

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د افغانستان په ۲۱ ولسوالیو کې د ټاکنو لپاره د ثبت نام پروسه نه ده ترسره شوي.
د ټاکنو کمیسیون د چارواکو په وینا په ۲۰ ولایتونو او ۱۱۱ مرکزونو کې د نوم لیکنې پروسه یې تمدید کړي ده .
د چارواکو په وینا د ولسوالیو شورګانو لپاره د نوماندانو لومړی لیست به راتلونکي اونۍ اعلان شي .
د ټاکنو خپلواک کمیسیون  په ۲۰ ولایتونو او ۱۱۱ مرکزونو کې د نوم لیکنې د تمدید خبرو ورکړ او وايي د نا امنیو له امله اوس هم په ۲۱ ولسوالیو کې د ثبت نام پروسه نه ده شروع شوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي په یو خبرې کنفرانس کې وویل چې دغه د مختلونو دلایلو له امله په کې د ثبت نام پروسه نه ده پیل شوي.
ده په وینا هغه ولایتونه چې په کې د نوم لیکنې پروسه تمدید کیږي کندهار، کنړ، نورستان ، ننګرهار، ارزګان، سمنګان ، زابل ، بادغیس ، لوګر، هلمند ، فاریاب، بلخ، کندوز ، پکتیا، پکتیکا، خوست بدخشان ، بغلان ، تخار او هرات ولایتونه دي.
هاشمي وویل چې راتلونکي اونۍ به د ولسوالیو شورګانو لپاره د نوماندانو لومړی لیست هم اعلان شي او زیاته یې کړه چې په روغتونو، محبسونو او قول اردوګانو کې هم د نوم لیکنې پروسه به شروع شي. 
نوموړي وویلې چي د سرطان میاشتې تر پنځلسمې نېټې پورې په ټول افغانستان کې اته میلونه ۹۱۸ زره کسانو نوملیکنه کړي چې په کې نارینه،میرمني او کوچیان او اهنل هنود شامل .
د نوم لیکنې لومړۍ پروسه چې په ولایتونو کې وه د حمل میاشتې پر ۲۵ پیل شوه او د ثور میاشتې ۲۲ یې دوام وکړ او دوهم مرحله یې په ولسوالیو او دریمه مرحله یې په کلیوالو سیمه کې ترسره شوه .
خو د ولسي جرګي غړو او خلکو په غوښتنه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټاکل شوې موده یو میاشت نور هم وغځیده چې د سرطان پر پنځلسمه یې موده پای ته ورسیده .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته