پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غني: اذربایجان دې د افغانستان د تېلو او کانونو په را ایستلو کې مرسته وکړي
نیټه: Thu, 12 Jul 2018 10:35:49 +0000

 


 ولسمشر غني په بروکسل کې د اذربایجان له ولسمشر الهام علي اوف سره په لیدنه کې ویلي، چې یاد هېواد دې د افغانستان د پرمختګ لپاره په بېلو برخو کې پانګونه وکړي. 
د ولسمشر غني په وینا افغانستان د تېلو او نورو موادو لوی کانونه لري او اذربایجان کولی شي له خپلو تجربو په استفادې دلته پانګونه وکړي.
 ولسمشر غني همدا راز ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې بللې دي او د لا پراختیا لپاره یې پر هڅو ټینګار کړی دی. علي اوف هم په بېلو برخو کې له افغانستان سره د مرستو پر دوام ژمنه کړې ده او د افغانستان ثبات یې د ټولې سیمې د پرمختګ لپاره مهم بللی دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته