پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهاریان دزورواکو پروړاندې له وروستیواقداماتو هرکلی کوي
نیټه: Wed, 08 Aug 2018 13:11:15 +0000

 

د ننګرهار مدنې فعالان د زورواکو او غاصيبیو پر وړاندې د وروستیو اقداماتو ملاتړ کوي مدنې فعالان له حکومته غواړې چې د زورواکو د نیولو لړۍ دې تر نورو  ولایتونو هم وغځوی. 
دوی په ننګرهار کې د ملي اردو د پلټنو او قربانیو ستاینه هم وکړه. 
 دا په ختيځ ننګرهار کې د زورواکو پر وړاندی هغه شعارونه دی چې ددې ولایت ځوانان او مدني فعالان یې د زورواکو پر وړاندې د یو لاریون پرمهال ورکوي .
دوی د زورواکو او غاصبینو پر وړاندې د افغان حکومت وروستې اقدامات ستایې. 
 دوی د نورو امنيتي ځواکونوترڅنګ ملي اردو ته د جلال ابادښار د امنیتی مسؤلیت په ورسپارل کېدو خوښ دي او دې چارې د ښار امنیت خونديتوب ته هیلمند کړي 
 دوی که له یوې خوا د جلال اباد ښار د امنیت د ټینګښت په برخه کې د ملي اردو ځواکونو د قربانيو ستاينه کوي نو بل لورته له مرکزې حکومته  د ننګرهار امنیتي وضعیت ته د لا ډيری پاملرني غوښتنه کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته