پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لغمان کې دښځو او ماشومانو په ګډون ۳۵۰ تنه مسموم شوي
نیټه: Thu, 09 Aug 2018 11:04:35 +0000

 

د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې ۳۵۰ کسان د مړي په یوه خیرات کې تر ډوډۍ خوړلو وروسته مسموم شوي دي.
په مسموم شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ویلي  چې ياد کسان تېره ورځ د دولت شاه ولسوالۍ په ماسموتي کلي کې د يو کليوال د مور د مړينې د خيرات ډوډۍ له خوړلو وروسته مسموم شوي وو.
هغه زياته کړه چې دغه کسان تېره شپه له یادې سیمې د دولت شاه ولسوالۍ کلینیک ته د درملنې په موخه یووړل شول.
د ځواک په وينا، د يادو ٣٥٠ کسانو درملنه پر وخت شوې او تر اوسه په کې د مړينې کومه پېښه نه ده ثبت شوې او په مسموم شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د والي وياند زياتوي چې د شپې ورته له مرکز او الیشنګ ولسوالۍ امبولانسونه او اضافي درمل هم انتقال شوي او ټولو ناروغانو ته پر وخت رسېدنه شوې ده.
ځواک وويل چې اوسمهال له مرکزه د عامې روغتیا ریاست یو تحقیقاتي ټیم سیمې ته روان دی څو د دې پېښې اصلي علت پیدا کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته