پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

خلیلزاد:امریکاغواړي دافغانستان ستونزه حل کړي
نیټه: Thu, 09 Aug 2018 11:08:24 +0000

 

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ویلي، امریکا غواړي چې د افغانستان ستونزه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ حل شي، واشنګټن به یوازې منځګړیتوب کوي او هڅه یې دا ده، چې په دې پروسه کې اسانتیا رامنځ ته شي. 
خلیلزاد همدا راز ویلي، په دې ورځو کې له طالبانو سره تودې خبرې روانې دي.
 دده په خبره تر ډېره بحثونه په راتلونکي اختر کې پر رامنځ ته کېدونکي اوربند، د طالب زندانیانو پر خوشي کولو او سولې دي.
 خلیلزاد زیاته کړې هیله لري چې دغه روانې خبرې د افغانستان ددایمي سولې سبب شي او دلته روانه جګړه پای ته ورسول شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته