پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دننګرهارسوداګر: په ګمرک کې ولاړوموټرويي لکونه ډالرتاوان اړولی
نیټه: Wed, 12 Sep 2018 13:28:31 +0000

 

د ننګرهار ګمرک مخې ته دا سوداګر د اعتراض په ډول ددې له امله راټول شوي چې د ګمرک مسؤلينو يې په سوداګريزو توکو بار موټرې پدې پلمه درولي چې  ګني له ټاکل شوي معياره يې پکي زيات توکي بار کړي.
 دوی وايي دګمرک مسؤلينو سوداګرو ته په تورخم کې د اضافه مالونو دکمولو ځای او امکانات هم ندي برابر کړي.
 دوی وايي دګمرک مسؤلين دا چاره ددې لپاره ترسره کوي چې له سوداګرو د بند پاتي تجارتي مالونو د خوشي کيدو پرسر پيسي واخلي .
 خو د ننګرهار ګمرک مسؤلين د دوی د کارکوونکو له لوري فساد ته د لار هوارۍ ادعا ردوي او وايي سوداګر له ټاکلي معياره په زيات وزن بار موټرو کې خپل توکي راوړي چې دا چاره د سړکونو د خرابېدو لامل کيږي.
دوی وايي مرکزي حکومت ورته جدي سپارښتنه کړي چې د اضافه بار موټرو تګ راتګ ته اجازه ورنکړي.
 تيره اونۍ هم د ننګرهار سوداګرو په يوه اعتراضيه غونډه کي ويلي وو چې د ګمرک له لورې يې په سوداګريزو توکو مالياتي تعرفي لوړي شوي چې له امله يې هم سوداګر او هم عام خلک له تاوانونو سره مخ شوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته