پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې دشینواروقوم لاریون پای ته ورسید
نیټه: Thu, 13 Sep 2018 10:35:43 +0000

 

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ټاکل شوې کمېټې له پرېکړو وروسته په مومنددرې ولسوالۍ کې د شينوارو قوم لاریون پای ته ورسېد او د جلال اباد- تورخم لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه. 
د شينوارو قوم مشرانو او ځوانانو په اچين ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د مشر بلال باچا او د هغه د پلار جلال باچا چې هغه هم د سيمه ييزو پوليسو مشر دی، د هغوی د ظلمونو پر ضد مظاهره کړې وه او د وږي په ۲۰مه ددوی په لاریون کې يو خونړی ځانمرګی بريد هم وشو. 
د وروستيو ارقامو له مخې، د دغه بريد په پايله کې ۷۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۶ نور ټپيان دي.
 د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي ويلي چې ولايت مقام له لوري د سولې ولایتي کمېټې مشر حاجي ملک نظیر په مشرۍ جوړې شوې کمېټې له پرېکړو وروسته د مومنددرې ولسوالۍ په ډکې سیمه کې د شینوارو د مخورو او ځوانانو لاریون پای ته ورسېد او د جلال اباد ـ تورخم لویه لاره یې د ترافیکو پر مخ پرانیسته 
خوږياڼی وايي چې والي حيات لاريون کوونکو ته وويل، د پرېکړې له مخې یې د سیمه ییزو پولیسو مشر بلال پاچا د هغه له دوو وروڼو میرویس او جلیل سره یو ځای نیولي او پولیسو ته یې امر وکړ چې د کمېټې د پرېکړې له مخې د دوی پلار جلال پاچا هم ژر تر ژره ونیسي .
د يادولو ده، لاريون کوونکو پر جلال باچا، بلال باچا او د دوی د کورنۍ پر غړو د بې ګناه انسانانو د وژلو، وهلو ډبولو او نورو ظلمونو تورونه پورې کړي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته