پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سیګاروايي امریکا دافغان مېرمنوپه اړه پیسې بې ځایه لګولي
نیټه: Thu, 13 Sep 2018 11:32:05 +0000

 

امریکا د تفتیش ځانګړې ادارې سیګار ویلي چې ددغه هیواد لخوا
د مرستو هغه پروژه چې یوازې د ښځو د پیاوړي کولو پر چارو متمرکزه وه ناکام دی.
سیګار وایي یاده پروژه چې په افغانستان کې د امریکا  او په نړۍ کې تر ټولو ستر پروګرام بلل کېږي، ناکام دي او د امریکایي مالیې ورکوونکو پیسې بې ځایه لګیدلي.
د دغې پروژې لپاره د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې ۲۸۰ میلیون ډالر ځانګړې او هدف یې دا وو چې له ۷۵ زره افغان ښځو سره د کارونو په موندلو کې مرسته وکړي او هم د ښځینو سوداګرو د پیاوړي کېدو ترڅنګ دوی دې ته وهڅوي په خپلی سوداګریزې چارې پیل کړي.
په هغه څیړنیز راپور کې چې سیګار نن خپور کړی د دغې پروژې د یوې مشخصې نتیجې په توګه پر ښو کارونو د ۵۵ افغان مېرمنو د ګومارلو یادونه شوې، خو دا هم ویل شوي چې دا نه ده څرګنده چې دا کار دې د همدې پروګرام له برکته شوی وي.
د سیګار مشر جان سوپکو ویلي، موږ داسې سم معلومات نه دي موندلي چې دغه پروګرام له کومې ښځې سره مرسته کړې وي.
د سیګار په دې نوي راپور کې اندیښنه څرګنده شوې چې له پنځو کلونو راهیسې چې دغه پروژه پیل شوې، د مصرف شوېو ۸۹ میلیونه ډالرو په سلو کې ۱۸ یې د ټیکه دارانو درې امنیتي کمپنیو او له هېواده بهر اداري چارو ته بېلې شوي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته