پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان له هند سره د مسو کشف او استخراج په برخه کې تړون لاسلیک شو
نیټه: Thu, 13 Sep 2018 11:41:18 +0000

 

 د رسنیو د راپورونو له مخې پرون د هند په ممبيي کې د کانونو وزارت او یوه هندي شرکت ترمنځ په همدې اړه یو هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.
 دغه هندی شرکت به په هرات کې د مسو کانونو پلټنه کوي او تر هغه وروسته به یې په استخراج کې فعالیت پيلوي. 
د هند په ممبيي کې د افغان او هندي توکو پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شوی دی.
 ټاکل شوې چې په دغه نندارتون کې ګڼې هوکړې لاسلیک شي. 
پرون د برېښنا په برخه کې هم د افغان او هندي اړخ تر منځ یو قرار داد لاسلیک شوی و.
 هند غواړي په افغانستان کې خپله پانګونه ډېره کړي او تر ډېره د هند حکومت دې ته زړه ښه کوي، چې په افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو کار وکړي. 
هند له چین او جنوبي کوریا هم غوښتي وو، چې په افغانستان کې ورسره په ګډه سترې پروژې پيل کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته