پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسمشر غني وايي د سولې خبرو لپاره امکانات زیات شوي
نیټه: Thu, 13 Sep 2018 12:53:20 +0000

 

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وایي،چې اوسمهال د سولې لپاره امکانات له بل هر وخت څخه برابر دي.
ولسمشر غني چې د پنجشنبې پر ورځ یې د شهید اونۍ په مناسبت یې د جګړې د شهیدانو د کورنیو او یو شمیر ځوانانو په منځ کې خبرې کولې وویل، د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا ستراتیژي هغه ستراتیژي ده، چې د افغانستان خلکو د څلویښتو کلونو لپاره غوښتله تر څو د افغانستان ثبات په سولیزه توګه تضمین شي.
 ولسمشر غني وویل چې اوسنې جګړه سیمیزه او نړیواله جګړه ده او د تیرو څلویښتو کلونو کړکیچ به پای ته ورسیږي ځکه نړیواله اجماع او په ترهګرو او ملاتړو یې په بې ساري ډول فشار موجود دی.
جمهور ریس غني وویل اوس مهال چې نیږدې دی سولې ته ورسیږو آیا غواړئ ځان په خپله په انزوا کې واچوئ.

ولسمشر غني  همدارنګه وویل، چې یو شمیر کسان غواړي، چې په سیمه کې د افغانستان ارتباطات کوم چې په عقل او قربانۍ ترلاسه شوي دي له منځه یوسي.
هغه همدارنګه زیاته کړه چې نه غواړي دغه ارتباطات د احساساتو له امله له لاسه ورکړي.
کلیپ 
غني وویل چې څلوېښت کاله کېږي چې په هېواد کې  وینه بهېږي او که دا حالت همداسې روان وي ، هدف ورک وي ،  ټولنیز تړون ته شا کړو، غوغا جوړه کړو، هوایي ډزې وکړو، نو بیا دوامداره ثبات ته نشو رسېدلی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته