پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دبلخ پخوانی والي عطامحمدنوروايي حکومت به نیسو
نیټه: Thu, 13 Sep 2018 12:58:42 +0000

 

د جمعيت ګوند اجرايي رييس او د بلخ پخوانى والي عطامحمد نور وايي چې لس مياشتې وروسته به د دېموکراسۍ او ټاکنو له له لارې حکومت ونيسي.
هغه دا هم ويلي چې که ټاکنې رڼې اوشفافي نه وې نو دوی به يې مخنيوی وکړي.
له دې سره د بلخ والي اسحاق رهګذر پر خلکو غږ وکړ چې راتلونکو ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
دوى دغه څرګندونې د وږي په ۲۳مه، مزار شريف کې د شهيد اوونۍ د نمانځنې په پروګرام کې وکړې.
عطا محمد نور په ډاګه کړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو وړتيا نه لري.
نوموړي وويل، د ملي وحدت حکومت اجراييه او قضايه قوه هېڅ ډول مشروعيت نه لري او زياته يې کړه چې اوس حکومت غواړي د درغليو له لارې مقننه قوه هم تر خپل کنټرول لاندې راولي.
د جمعيت ګوند اجرايي رييس زياته کړه چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ټاکنو بې شمېره تقلبي پاڼې وېشل شوې دي.
د جمعيت ګوند اجرايي رييس د وږي اتلسمه ورځ باندې کابل ښار کې د هوايي ډزو او وسله والو کاروانونو په تړاو وويل، چې ياد خلک له حکومت څخه ناراضه دي او په وينا يې هغوی غواړي چې د وحشت له لارې خپله نارضايتي ښکاره کړي.
هغه د حکومت مسوولين ناتوانه وبلل او ويې ويل چې خلکو ته قناعت نه شي ورکولی.
له دې سره بيا د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر په خلکو غږ وکړ چې په راتلونکو ټاکنو کې په پراخه کچه برخه واخلي.
نوموړي زياته کړه، خلک بايد د ټاکنو له لارې خپلو موخو ته د رسېدو هڅه وکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته