پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عبدالله د شانګهاي غونډۍ ګډون لپاره تاجکستان ته تللی
نیټه: Thu, 11 Oct 2018 12:32:45 +0000

 

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ د یو جیګ‌ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو په اولسمه غونډه کې د ګډون لپاره تاجیکستان ته تللی دی.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون  ویلي چې په دغه دوه ورځني سفر کې یو شمیر افغان چارواکي د اجرائیه رئیس ملتیا کوي او عبدالله به د افغانستان په استازیتوب په دغې غونډه کې وینا وکړي.
هغه زیاته کړه عبدالله به د سیمه‌ييزو مسلو، له مخدره موادو سره د مبارزې، پاکستان کې د تروریزم د ځالو د له منځه وړلو او دغه راز د تروریستان له ملاتړ څخه لاس اخیستل او یو شمیر نورو مسلو باندې خبرې کوي.
خوځون، له تروریزم سره ګډه مبارزه، د سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا، د سوداګریزو اړیکو زیاتوالی او د افغانستان په مالکیت او رهبرۍ د افغان سولې له بهیر څخه د سیمې د هیوادونو د ملاتړ راجلبول، نور هغه مسایل یاد کړل، چې د افغانستان اجرائیه ریس ورباندې د شانګهای په غونډه کې خبرې کوي.
د افغانستان د اجرائیه ریاست د مرستیال ویاند پر وینا، عبدالله به د ټاپي په څیر د لویو اقتصادي پروژو په اړه، چې د سیمې د اتصال لامل کیږي، هم خبرې وکړي.
ټاکل شوې چې د افغانستان اجرائیه رئیس د شانګهای د غونډې په څنډه کې د تاجیکستان له صدراعظم او د روسیې، چین، قزاقستان، قرغیزستان، بلاروس او هند له یو شمیر لوړپوړو چارواکو سره هم دوه اړخیزې لیدنې وکړي.
د شانګهای سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو اولسمه کلنۍ غونډه، د جمعې په ورځ (د سیمې د وضعیت او د دغه سازمان د سیاستونو د ارزونې لپاره د تاجیکستان په پلازمینې دوشنبه کې جوړیږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته