پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د فابریکي د تړلو له امله سلګونه کسان بې کاره شوي
نیټه: Tue, 06 Nov 2018 12:32:14 +0000

 

دا کارکوونکي له هغې فابریکي بیرته رخصتیږي چېرته چې به يې هره ورځ د ډوډۍ ګټلو په نیت کارکاوه. 
بې کاره شوي کارګر وايي د فابریکو مسؤلینو يې خپلې تولیدي فابریکي د امنیتی ستونزو له امله تړلي چي ورسره سم دوی هم بې کاره شوي.
د ننګرهار د صنعتي ښارګوټي فابریکه لرونکي وايي دلته يې سر او مال خوندي نه دی نو ځکه خو يې خپلې تولیدي فابریکي  تړلي. 
دوی وايي ترهغې چې حکومت يې د امنیتي ستونزو حل لپاره لاس پکار نشي نو کاربندیز به يې دوام کوي. 
دننګرهار ولایتي اداره وايي د سوداګرو اوصنعت کارانو د امنیتي او نورو ستونزو دحل لپاره به په ننګرهار کې د والي په مشرۍ د اقتصاد شورا په نوم یوه اداره رامنځ کوي چې پکې به د دوی د ستونزو حل ته لارې چارې لټوي. 
خو فابریکه لرونکي د ولایتي ادارو په دې ژمنو باور نلري او وايي چې د حکومتي چارو دا ډول ژمني نوي نه دي او له کلونو راهیسي يې په دا ډول ژمنو صنعت کاران او سوداګر تیر ایستي. 
دفابریکه لرونکو داکاربندیز څو ورځې وړاندي د شیخ مصري په صنعتي ښارګوټي کې پر یو کارخانه لرونکي دوسله والو دهغه برید وروسته پیل شوی چې پکې د فابریکي خاوند او یوساتونکی يي ټپیان شوي او یو بل ساتونکی يې وژل شوی وو. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته